ټولنه

نن د اکتوبر ١١ دنجونو دماشومانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٩
دملګرو ملتو دسازمان په ٢٠١١ م کال کې داکتوبر ١١ ديو پريکړه ليک په صادرولو سره دنجونو ماشومانو دنړيوالې ورځې په توګه معرفي کړه او کال په کال دغه ورځ نجونو ماشومانو ته دپاملرنې او هم دهغوي دځواکمن کولو، دنجونو پرخلاف دتاوتريخوالي د پاى ته رسولو او په نړۍ کې دنجونو ماشومانو دحقوقو د لازيات رعايتولو په خاطر نمانځل کيږي .
دباختر آژانس خبريال ليکى په افغانستان کې هم دنجونو ماشومانو نړيواله ورځ نمانځل کيږي او بايد وويل شي چې دنجونو په وړاندې زياتې ستونزې او چلنجونه شته او په زياترو کورنيو کې نجلۍ دپيدايښت له پيل څخه ژوند يې زيانمن شوي .
يو شمير کورنۍ دنجلۍ پيدايښت شرم بولي او هلک غوره بولي او زامن اقتصادي سرچينه بولي او يو شمير هم دخپلو لوڼو راتلوونکي مسووليتونه د اوږو باربولي.
زموږ هيواد چې څو لسيزې جګړه يې تيره کړې ده او زيات شمير دوديزې کورنۍ پکې ژوند کوي په زياترو سيمو کې يې نه يواځې خلک دخپلو لوڼو له تعليم او زده کړې سره علاقمندي نه لري بلکې لوڼو ته يې د زده کړې زمينه هم مساعده نه ده او ان دنجونو په زياترو ليسو او ښوونځيو کې دافغانستان دخلکو دښمنان د موسموونکو په شيندلو هم لاس پورې کوي چې په همدغو ورځو کې موږ په هرات ښارکې ددغه شان پيښو شاهدان وو.
که څه هم وروستۍ لسيزه کې زموږ په هيواد کې د دولتي مسوولينو او دمدني ټولنې دبنسټونو له خوا دښځو او نجونو دحقوقو په برخه کې زيات تمرکز شوى دى خو د دوى د ژوندانه په ښه والي کې دومره بدلون نه دى رامنځته شوى او دهيواد دترقۍ او پرمختګ لپاره دښځو څرګند رول ته دومره پاملرنه نه ده شوې . او موږ په خپل هيواد کې د ټولنې دنيمايي فعالو وګړو په رول د سترګې پټولو په خاطر دروند زيان زغملى دى او بايد سره له اوسه خپل شاوخوا ته وګورو او دګاونډيو هيوادونو او د نړۍ دنورو هيوادونو له تجربې څخه ګټه واخلو او نجونو ته دتحصيلي او تعليمي مرکزونو په جوړولو او هم د ترانسپورتي او د نورو خدمتونو په برابرولو سره په هيواد کې د زده کړې زمينه برابره کړو.
کورنۍ دې بايد دخپلو لوڼو او زامنو ترمنځ توپير ونه کړي او دخپلو لوڼو او زامنو دښوونې او روزنې په لاره کې دې يو خيل هڅه او هاند وکړي او خپلې لوڼې دې هم داسې وروزي چې د زامنو په شان خپلې کورنۍ او ټولنې ته دخدمت جوګه شي.
نن ورځ نجونې او ښځې نه يواځې په دولتي ادارو کې له کارکولو څخه بريالۍ راوځي بلکې په پوځي قطعاتو کې په شمووليت سره دوى ثباته کړه چې په هيواد کې په سختو جنګي شرايطو کې دامنيت دتامينولو لپاره خپل رول په ښه توګه لوبولى شي . له بلې خوا هم داسلام مقدس دين مسلمانانو ته لارښوونه کړې ده چې له لوڼو او زامنو سره له دوه ګوني چلند څخه ډ ډه وکړي او لوڼې دې بايد په کورنو کې دبنديانو په توګه ونه ساتې .
لکه څنګه چې علم په مسلمانانو يو شان فرض شوى دى نو بايد داسلام دمقدس دين له حکم سره سم دخپلو لوڼو په ښوونه او روزنه کې هم خپل ديني پور ادا کړو او دهغوى حقوق هم رعايت کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته