ننګرهار کې د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې

کابل د مرغومي ۲۶مه، باختر
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار اړوند په اوومه مه ناحیه کې د ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.
د جلال آاباد ښاروالۍ رسنیز دفتر باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په اوومه ناحیه کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د یونپس موسسې په همکارۍ د ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۷۷ متره په اوږدوالي او ۴ متره سور په درلودلو سره د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د یاد سړک د پخولو ترڅنګ د ویالو پخولو چارې هم شاملې دي، چې ورسره به د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یاد سړک د چارو په پيل خوښي ښودلې او په راتلونکي کې یې د ورته نورو پروژو د پلې کولو غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته