ننګرهار کې د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې

کابل د سلواغې ۴مه. باختر
د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د ۱۹میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.
د جلال اباد ښاروالۍ رسنیز دفتر باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار په شپږمې ناحیې اړوند په څلور ګذر کې د جلال اباد ښاروالۍ له انکشافي بودیجې څخه د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲۰۰ متره په اوږدوالي او ۷ متره په سور سره د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د یاد سړک د پخولو ترڅنګ د ۲ زره او ۴۰۰ متره په اوږدوالي د ویالو او ۱۹ پلچکونو د جوړېدو چارې هم شاملې دي، چې چارې به یې په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.
د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پیل هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به ورته د کار زمینه برابره او د دوی د تګ راتګ ستونزې به حل شي.