ننګرهار کې د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې

کابل د مرغومي ۳۰مه، باختر
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د جلال اباد ښاروالۍ رسنیز دفتر باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند په شپږم ګذر کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د یونپس موسسې په همکارۍ د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۰۰ متره په اوږدوالي او ۵.۲۰ متره سور سره د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د یاد سړک د جوړولو ترڅنګ د ویالو جوړولو چارې هم شاملې دي، چې چارې به یې د درېيو میاشتو په موده کې بشپړې او ورسره به د سیمې ۷۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پیل هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د دوی د تګ راتګ ستونزې حل شي.