ننګرهار کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۲۰ تنه مړه شوي دي

کابل، د غبرګولي ۱۱مه، باختر
د ننګرهار ځايي مسوولینو د دغه ولایت په مهمندرې ولسوالۍ کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې باختر آژانس ته ویلي، چې نن سهار اووه نیمې بجې د مهمندرې ولسوالۍ په باسول سیمه کې یوه کښتۍ چې ښځې او ماشومان هم په کې سپاره وو، سیند کې ډوبه شوې ده.
یادې کښتۍ کې ۲۵ تنه سپاره وو، چې ۲۰ تنه په کې مړه شوي او پنځه نور ژغورل شوي دي.
د مسوولینو په وینا تر دا مهاله د پنځو شهیدانو جسدونه موندل شوي او د نورو جسدونو د موندلو هڅې دوام لري.