ننګرهار کې د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک او ویالو جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د مرغومي ۲۶ مه، باختر
د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د یاد ښار په ۷ مه ناحیه کې د ۶.۱ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک او ویالو جوړولو چارې پیل شوې دي.
د جلال اباد ښاروالۍ رسنیز دفتر باختر اژانس ته ویلي، چې د یادې ښاروالۍ په همکارۍ د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د یونپس موسسې په تخنیکي همکارۍ د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې په ۱۶ ګذر کې د سړک او ویالو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادې ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري چارو رییس انجنیر وحیدالله مخلص، د ساختماني چارو امر انجنیرشوکت شاکر او د څارنې امر انجنیرعبدالله نیکمل د یادې پروژې د لیدنې پرمهال اړوندو شرکتونو ته د کار د ښه ترسره کولو په موخه سپارښتنې وکړې.
د نوموړي په وینا دغه پروژه ۷۶۰ متره اوږدوالی او ۴ مترسور لري چې په کې شاوخوا ۵۰ کسانو ته د کارزمینه برابره شوې او په بشپړېدو سره به یې د سیمې خلکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.