خبرونهاقتصادټولنه

ننګرهار کې د څه باندې ۲۷۳ زره ډالرو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پيل شوې

کابل، د غوايي ۲۹مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د ننګرهار ولایت د لومړۍ ناحیې اړوند د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې د ۲۷۳ زره او ۸۳۴ آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې دي.

د نوموړې پروژې د چارو په پرانیستغونډه کې د یو این هبیتات ادارې استازي عبدالحق تحریک وویل چې دغه استنادي دېوال ۹۴۲ متره اوږدوالی لري، چې د ننګرهار سیندیزې حوزې او د جلال آباد ښاروالۍ تر چتر لاندې پلې کېږي او چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د دغې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د جلال آباد ښار د پنډغالو، قصبې، اتحاد مېنې، ارباپانو، بابړیانو، چشمه خانجي او یو شمېر نورې سیمې د سیند د اوبو له ګواښ څخه خوندي شي.

د دغه پروژې په پرانیستغونډه کې د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري، د یو این هبیاتات استازي عبدالحق تحریک، د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس سید فضل احمد پاچا او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسوولینو ګډون کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته