ننګرهار کې د موتیا عطري ګلانو ننداریز بڼونه جوړېږي

کابل، د مرغومي ۲۴ مه، باختر
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د موتیا عطري ګلانو د ننداریزو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
په جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار د کرنې ابو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیايي بودیجې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت دغه بڼونه د ننګرهار ولایت په بهسود، حصارک، سره رود، چپرهار، لعلپورې او مومندرې ولسوالیو کې جوړېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د موتیا عطري ګلانو بڼونو جوړولو هدف د اقتصادي ګټو پراختیا او د کرنې په سکتور کې نوې لارې چارې برابرول دي.
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ رییس مولوي غلام فاروق قاسمي هم په دې اړه وویل چې د موتیا ګلان د اقتصادي اهمیت له مخې د پرمختګ وړ دي او په دې پروسه کې به ګډون کوونکو بڼوالو ته ۱۰۰۰ بوټي او د بڼوالۍ اړین وسایل ورکړل شي.
د نوموړي په خبره د یادو توکو ترڅنګ بڼوالو ته روزنیز پروګرامونه هم وړاندیز شوي، چې د ګلانو پالنه، اوبولګول، د افتونو مخنیوی او نورو اړوندو کرنیزو چارو په اړه مرسته وکړي.
باید وویل شي، چې دا پروسه د ننګرهار د کرنې په سکټور کې یو نوی ګام دی چې په دغه ولایت کې د موتیا د ګلانو تولید زیاتوي.