ننګرهار پوهنتون به راتلونکې اوونۍ د اقلیمي بدلون د ستر ملي کنفرانس کوربه وي

کابل، د سلواغې ۱۶مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو راتلونکې اوونۍ د ننګرهار په پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په اړه د یوه ستر ملي کنفرانس د جوړېدو خبر ورکړی.
د یاد وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکو هم پکې ګډون کړی وو، وویل چې په دغه ملي کنفرانس کې به په دغه کنفرانس کې به د اړوند ادارو د مسوولينو ترڅنګ د هېواد د ټولو پوهنتونو او له بهر څخه را دعوت شوي د پوهنتونونواستادان او د اقليم او چاپېريال ساتنې د برخې کارپوهان برخه ولري‌.
د نوموړي په خبره د دغه درې ورځني کنفرانس لپاره د هېواد له بېلا بېلو پوهنتونو او بهرنیو هېوادونو څخه ۲۵۰ مقالې د کنفرانس چمتو کوونکې ډلې ته رسېدلې او له هغې جملې څخه ۱۴۰ یې تائيد شوې دي، چې ۲۰ بهرنۍ مقالې دي.
په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني په دغه غونډه کې وویل چې افغانستان د جګړو له کبله د اقليمي بدلون په برخه کې سخت متضرر او زيانمن شوی هېواد دی.
د نوموړي په خبره د اقليمي بدلونونو له کبله اوسمهال د افغانستان ۲۱ميليونه وګړي د څښاک د پاکو (صحي) اوبو له کمښت سره مخامخ دي.
حقاني زیاته کړه، چې د دغه پديدې له کبله دمګړۍ د افغانستان د ټولې خاورې ۱,۵سلنه برخه ځنګلونه جوړوي په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د دغه هېواد ۳سلنه خاوره ځنګلونو پوښلې وه.
د یادونې وړ ده، چې د معتبرو نړیوالو بنسټونو له قوله افغانستان د نړۍ په کچه له اقلیمي بدلونونو څخه ۶ زیانمن شوی هېواد بلل شوی، خو د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ویلي، چې اړوند نړیوال سازمانونه د اقلیمي بدلونونو بشري موضوع ته سیاسي رنګ ورکوي او لکه څنګه چې لازمه ده، په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته نه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته