ننګرهار د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرونو د ترمينل خاوندکيږي

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٨ :
د آسانتياوو د برابرولو او د سپرليو د ستونزو د حل کولو په موخه په ننګرهار ولايت کې مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو ته شپږ ترمينلونه جوړيږي.
د ننګرهار ولايت د ترانسپورت رئيس محمديعقوب شرافت د باختر آژانس  خبريال ته وويل: په هغې غونډه کې چې دمسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو د ترمينل  دجوړولو  په موخه دننګرهار د والي او د دولتي ادارو د رئيسانو په ګډون  جوړه شوې وه، وپتيل شوه چې په ١٣٩٥ کال کې به مسافرانو ته آسانتياوو د برابرولو په لاره کې  دوه  ترمينلونه  په تورخم ښارګوټي کې او څلور نور ترمينلونه د جلال آباد ښار په بېلابېلو سيمو کې جوړ شي.
دغه راز د تورخم بندر يو مسوول د تورخم ښارګوټي دنوي پلان په باب معلومات وړاندې کړل.
دغه راز په دې غونډه کې پريکړه وشوه  چې  هغه پنځه ويشت ټنه غير روغتيايي غوښه چې له غير قانوني لارو د جلال آباد ښارته ليږدول شوې ده؛ په کلکه  مخه يې ونيول شي او د څارنوالۍ او دملي امنيت رئيسانو وويل چې د همدې غير روغتيايي وارداتي غوښې نمونه  اخيستل شوې ده او له لابراتواري کتنو وروسته ثابته شوه چې  وارده شوې غوښه غير روغتيايي ده او د انسان  بدن زيان رسوي.
د ننګرهار والي سليم خان کندزي هم ټينګار وکړ چې ددغې پريکړې  په عملي کولو کې دې پاملرنه وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته