ننګرهارکې ۶۸ روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړل شوي

کابل، د مرغومي ۲۷ مه، باختر
د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې پرنشه يي توکو ۶۸ روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ رسنینردفتر باختراژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت د ښار له بېلا بېلو سیمو څخه پرنشه يي توکو ۶۸ روږدي کسان د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې راټول او د ۶ میاشتو درملنې په موخه یې د کابل پنځه زر ه بستریز روغتون ته لېږدول شوي دي.
امنیتي چارواکو زیاته کړې، چې ننګرهار کې یې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ شوې او هڅه کوي، چې د نشه یي توکو کرکیله، کاروبار او استعمال په بشپړ ډول له منځه یوسي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم له یاد روغتون څخه لسګونه کسان له بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته