ننګرهارکې څه د پاسه ١٢٠٠ کورنيو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى پيدا کړ
کابل / د غبرګولي١٩مه / باختر
په ننکرهار کې د اوبو رسولو د دوو شبکو په جوړېدو سره څه د پاسه ١٢٠٠ کورنيو د لومړي ځل لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى پيدا کړ.
دغه شبکې د کليو د بيا رغاونې او پراختيا وزارت له لورې په کوټ او خوږياڼيو ولسواليو کې جوړې شوي دي.
د دغه وزارت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي د دغو شبکو په جوړېدو سره د لومړي ځل لپاره يو زرو ٢٥٠ کورنيو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي پيدا کړ.
د دغو ولسواليو اوسيدونکي د دغو شبکو له جوړېدو خوښ دي او وايي دوى له کلونو کلونو راپه دې خوا له ناپاکو او سرخلاصو اوبو څخه په استفادې سره په ډول ډول ناروغيتو اخته کېدل.
پاى \ ذ