ننګرهارکې ١٥ طالبان  د سولې له بهيرسره يوځاى شول

 کابل / د غبرګولي ٣١مه / باختر

په ننګرهار کې د طالبانو د ډلې ١٥ غړو له جګړې او ويجاړيو  لاس واخيست او د سولې لاره  يې خپله کړه.

د وسله والو طالبانو دغه افراد له دې مخکې د ننګرهار په ځينو سيمو کې له پوځيانو سره په جګړو بوخت و.

د ننګرهار يوې امنيتي سرچېنې باخترآژانس ته وويل: دغو ١٥ طالبانو  خپلې وسلې  هم پوځيانو ته وسپارلې.

دغو کسانو په تېرو وختو کې  د افغانستان په ويجاړولو کې په لاس لرو  پيښمانې وښوده او ويې ويل له دې وروسته به  دهېواد د امنيت  په تامينولو او بيا رغاونه کې هلې ځلې وکړي.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته