-جلااباد باخترد زمري د میاشتې ۱۵ مه
د ننګرهار ولایت په خوږياڼو، سره رود او بټي کوټ ولسواليو کې په دريو بېلابېلو ترافيکي پېښو کې يو تن شهيد او اووه تنه نور ټپیان شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼي باختر اژانس ته وویل چې تېره ورځ د خوږياڼو ولسوالۍ د پاچايانو په سيمه کې د يوې سراچه ډوله موټرد اوښتو په پېښه کې د موټر چلوونکي په ګډون شپږ تنه ټپیان شول.
ديوبل خبر له مخې د سره رود ولسوالۍ په دوه سرکه سيمه کې د سراچه ډوله موټر او زرنج موټر سايکل د ټکر له امله په ريکشا کې يو ۲۲ کلن هلک شهيد شو.
له دغې پېښې وروسته د سراچې او زرنج موټر سايکل چلوونکي له سيمې تښتيدلي او وسايط يې پولیسو نيولي دي.
دغه راز د بټي کوټ ولسوالۍ باريکاب سيمه کې يو ټوډي موټر پنځه کلن ماشوم وهلی او ټپی کړی يې دی.
د دغې پېښې موټر چلوونکی پولیسو نیولى او د قانوني اجراتو په موخه يې امنې قوماندانۍ ته ليږدولی دی.پای/رووفي
1 1 دقیقه لوستل