ننګرهار؛ په شينوارو کې د “آزاد افغانستان” په نوم د ټېب بال کرکټ سيالۍ پېل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر
د ننګرهار د بدني روزنې او سپورټ آمريت له لوري او د شينوارو ولسوالۍ د سپورټي مدیریت په همغږۍ د ولسوالۍ په ګلاهي کلي د نو آباد ځوانانو په لوبغالي کې د نظام په ملاتړ او د ځوانانو د يووالي په موخه د شلو لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ وړمه ورځ پېل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د ګلاهي اتفاق او شينوارو اتلانو تر منځ ترسره شوه، چې د لوبې پچه د شينوارو اتلانو لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه يې وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۴ منډو هدف مقابلې لوبډلې ته ورکړ.
ورته مهال د دغه هدف په ځواب کې ګلاهي اتفاق لوبډلې ۱۲۴ منډې وکړې، چې په دې سره سيالۍ مساوي او سوپر اور ته ولاړه، په سوپر اور کې ګلاهي اتفاق لوبډلې د ۱۵ منډو هدف شينوارو اتلانو لوبډلې ته ورکړ، چې شينوارو اتلانو لوبډله د ياد هدف په پوره کېدو کې پاتې راغله او د ۱۳ منډې يې تر لاسه کړې، چې سيالۍ د ۲ منډو په توپير د ګلاهي اتفاق لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.
هېره دې نه وي چې دغه سيالۍ به ۲۵ ورځې دوام وکړي.