ننګرهار؛ د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې

کابل د مرغومي ۲۴مه، باختر
د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد په ۵ ناحیه کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.
سرچینې باختر اژانس ته ویلي، چې د جلال اباد ښار د ۵ مې ناحیې اړوند په ۷ ګذر کې د ښاروالۍ ریاست له انکشافي بودېجې څخه د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۸۱۵ متره په اوږدوالي د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د یاد سړک د پخېدو ترڅنګ د ۸۱۵ متره په اوږدوالي د یوې ویالې او اته پلچکونو د جوړولو چارې هم شاملې دي.
د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پیل هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د دوی د تګ راتګ ستونزې حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته