ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او شپږ نور ژوبل شوي دي
کابل، د لېندۍ ۲۴ مه، باختر
د ننګرهار امنیې قومندانۍ رسنیز دفتر وایي، چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د معلوماتو له مخې؛ دغه پېښه د کرولا او ټوډي موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د کابل – جلال پر لویه لاره د ترافیکي پېښو له امله یو شمېرهېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.