ننګرهار؛ د بار وړونکو موټرو لپاره د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت دوه ستر تمځایونه جوړېږي

کابل، د لېندۍ ۲۰ مه، باختر
د ننګرهار سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د باروړونکو موټرو د دوو سترو تمځاینو د جوړېدو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی.
دغه تمځایونه د مالیې وزارت په مالي ملاتړ د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۴۳ زره ۵۲۶ متره مربع ځمکه جوړېږي، چې د رغولو چارې به یې په درېیو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
بل لور ته، سوداګرو او د بار وړونکو موټر چلوونکو د یادې پروژې د پیل هرکلی کړی او څرګنده کړې یې ده، چې دا به د سوداګرۍ په بهیر کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې د رغونې او بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته