ننګرهار؛ د اتفاق نوین په نوم یوې راډیو ازمایښتي خپرونې پیل کړې

کابل د مرغومي ۲۴مه، باختر
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د”اتفاق نوین” په نوم یوې راډیو پر ۸۹.۴ اېف ایم څپو ازمایښتي خپرونې پیل کړې دي.
د یاد ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي باختر اژانس ته ویلي، چې اوس مهال په ننګرهار کې د رسنیو لپاره کاري چاپېریال ورځ تر بلې ښه کېږي او رسنۍ هم پرته له سانسوره خپل نشرات مخته وړي.
نوموړی زیاتوي، ځینې مغرضې کړۍ او بنسټونه هڅه کوي، چې افغانستان د رسنیو لپاره بې ثباته وښيي، خو په عملي ډول لیدل کېږي، چې دغه هېواد په رسنیز ډګر کې ورځ تر بلې پرمختګ کوي.
بل لور د “اتفاق نوین” راډیو مسوولینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د مننې ترڅنګ په خپلو خپرونو کې د هېواد د ابادۍ لپاره د لا زیاتو هڅو ژمنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په بادغیس ولایت کې د شریعت په نوم یوې راډیو پر ۹۳ څپو خپرونې پیل کړې وې.