خبرونهامنیتاقتصاد

نعماني: د ښار جوړولو وزارت په پروژو کې د ستونزو د حل په موخه هڅې دوام لري

کابل/غوايی۵ مه/ باختر

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د پنځم مکروریان د پروژې له عارضینو سره وکتل او د یادې پروژې د ستونزو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

دغو عارضينو له سرپرست وزیر سره په خبرو کې وویل چې د تېر حکومت پر مهال يې په پنځم مکروریان کې د اپارتمانونو د اخیستلو په موخه ساختماني شرکتونو ته یو یا دوه قسطه پیسې هم ورکړې دي؛ خو یاده پروژه لا تر دې دمه نه ده عملي شوې.

هغوی د ښار جوړولو او ځمکو له سرپرست وزیر څخه غوښتنه وکړه چې د وزارت مسولیتونو ته په کتو سره يې د ستونزو لپاره حل لاره پیدا کړي.

په همدې حال کې د ښارجوړولو او ځمکو سرپرست وویل، چې له بده مرغه له تېر حکومت څخه ورته د یاد وزارت په ګڼو پروژو کې ستونزې پاتې دي او په وینا يې، اوسمهال د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مسوولین او متخصصین یادو ستونزو ته د حل لارو په پیدا کولو بوخت دي، چې په پروژو کې شته ننګونې له منځه یوسي.

مولوي نعماني همدا رنګه وویل، چې د پنځم مکروریان د پروژې په هوکړه لیک کې د طرفینو مسولیتونه مشخص دي او د ښار جوړولو وزارت د خپلو مسولیتونو ترسره کولو ته ژمن دی.

هیره دې نه وي چې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د کتنې په پای کې د یاد وزارت اړوندو ریاستونو ته دنده وسپارله چې له حقوقي، تخنیکي او مالي پلوه د یادې پروژې ستونزې وڅېړي، چې په دې برخه کې شته ننګونې له منځه یوړل شي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته