ټولنه

نصير احمد دځغاستې په سيالۍکې لومړنى مقام وګاټه .

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٧
دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې نړيواله ورځ په پروان ولايت کې دځغاستې په سيالۍ سره ونمانځل شوه .
دافغانانو لپاره دځواکمنتيا دفرهنګي موسسې مسوول نرګس رحمت وويل: په دې سيالۍکې دپروان ولايت دولسو تنو ورزشکارانو ګډون کړى و چې دشهيد احمد شاه مسعود له ښارګوټي څخه ورزشي لوبغالي پورې درې کيلومتره واټن وځغاستل چې په نتيجه کې يې نصير احمد لومړۍ مقام ، محمد عزيز او عبدالسميع په وار سره دويم او دريم مقامونه وګټل.
دى ددغې سيالۍ دترسره کولو هدف دورزش له لارې له نشه يي توکو سره مبارزه وبلله .
دسيالۍ په پاى کې لومړى مقام ګټوونکى – لس زره افغانۍ نغدې پيسې او دوو تنو نورو ته يو يو موبايل او ورزشي جامې ورکړى شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته