امنیت

نشه يي توکي کشف شول .

کابل باختر د چنګاښ  څلورمه :
دلغمان ولايت له نشه يي توکوسره دمبارزې دپوليسو له خوا يوسلو څلور څلويښت کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول .
دلغمان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داود امين په يو مطبوعاتي کنفرانس کې خبريالانو ته وويل: دلغمان ولايت دامنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې مديريت په تيرو دوو اوونيو کې دلغمان ولايت په مرکز  او ددغه ولايت  په اړوندو ولسواليو کې په څوارلسو جلا جلا پيښو کې اووه سوه څلويښت کيلوګرام اپين ، اووه څلويښت کيلوګرامه چرس او دوه ليتره الکولي مشروبات چې ديو موټرسايکل  په واسطه نامعلوم ځاى ته ليږدول کيږي کشف او ترلاسه کړي دي
دامين دڅرګندونو له مخې،  دتورنوکسانو قضيې د قانوني پړاونو له بشپړولو وروسته اړوندو مراجعو ته سپارل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته