ټولنه

نشه يي توکو وسوځول شول

کابل باختردلړم دمياشتې ٩نيټه :
په جوزجان ولايت کې څه د پاسه ٤٦٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي له منځه          يوړول شول .
د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني باختر آژانس ته وويل  چې څلور زره ٦٨٩ کيلوګرامه نشه يي توکي چې له پنځو کلونو راپه دې خوا د امنيتي ځواکونو له خوا د دغه ولايت له مربوطاتو څخه راټول کړاى شوي و، نن د اړوندو مسوولينو په وړاندې وسوځول شول.
د جوزجان والي لطف الله عزيزي د دغه ولايت د امنيتي او کشفي منسوبينو د برياليتوبونو له امله د مننې په څرګندولو سره وويل چې امنيتي منسوبين تل هلې کوي چې خلک په آرامې روحيې او له هر راز انديښنې پرته خپل ژوند ته دوام ورکړي.
پاىج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته