خبرونهنړۍ

نریندرا مودي بریالی، خو ګوند یې بي جي پي  د اکثریت څوکیو له ګټلو پاتې راغلی

نړۍ، د غبرګولي ۱۶ مه، بهرنۍ رسنۍ

هند کې د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته نریندرا مودي د درېیم ځل لپاره لومړی وزیر شو، خو واکمن ګوند(بي جي پي) د اکثریت څوکیو په ګټلو کې پاتې راغلی او ښایي پارلمان کې خپل واک له لاسه ورکړي.

نریندرا مودي د ټاکنو په پیل کې د ۴۰۰ څوکیو د ګټلو ټټر وهلی وه، خو د ۵۴۳ څوکیو له ډلې یواځې ۲۹۳ د مودي ګوند او پاتې نورې یې بېلابېلو ګوندونو ګټلې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې مودي هڅه کوي، چې له نورو ګوندونو سره د اتحاد له لارې نوی حکومت تشکیل کړي.

د راهول ګاندي په مشرۍ د اپوزیسیون ائتلاف بیا ۲۳۰څوکۍ ګټلې دي، چې ښایي حکومت کې پراخه ونډه ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته