نرمه غلامي؛ اسلامي نړۍ یو تاریخي بغاوت ته اړتیا لري

تبصره
یوه ډېره لویه موده وشوه، چې اسلامي نړۍ پاشل شوې او مسلمانان په څو برخو وېشل شوي، چې کفري نړۍ له دغه فرصت څخه پوره ګټه اخیستې او مسلمانان یې یا په خپل منځ کې سره اخته کړي او یا یې هم خپل غلامان جوړ کړي دي.
په دومره لویه اسلامي نړۍ او دوه میلیارده مسلمانانو کې د افغانستان په ګډون درې اویا هم څلور هېوادونه دي، چې کفري نړۍ ته یې تل په زغرده ځواب ورکړی او لایې هم ورکوي، خو نور اکثریت هېوادونه له بده مرغه، چې د کفري نړۍ په لومو کې راګیر دي او په یو نه یو ډول د اشغال مزه څکي او د ازادۍ اخیستلو لپاره لاس او پښې نه وهي.
کفري نړۍ په مسلمانانو کې دومره قوي ریښې غزولې دي، چې که په غزه، کابل او یا هم کوم بل ځای کې په یو بل مسلمان تنګسه راځي، نو د نورې نړۍ مسلمانان د سیاسي تعامل، نړیوالو اړیکو پاللو او یا هم د نورو په چارو کې نه لاسوهنې په نوم یې ننداره کوي او له خپل مسلمان ورور څخه د دفاع جرئت نه لري.
اکثریت اسلامي هېوادونه د دې په نوم، چې ګواکې خپلې ملي ګټې خوندي کوي او یا هم له نړۍ سره سیاسي تعامل کوي، اسلام یې هېر کړی او لګیا دي، د خپلو ملي جعلي ګټو لپاره د مسلمانانو ګټې تر پښولاندې کوي او د کفري نړۍ په لومو کې د غلامۍ شپې او ورځې تېروي.
اسلامي هېوادونه باید دا هېر نه کړي، چې د دوی ارزښتونه اسلامي ارزښتونه دي او اسلام یې لومړنۍ ملي ګټه ده، چې باید خوندي یې کړي.
دوی باید د افغانستان له اسلامي امارت څخه زده کړه وکړي او په هېڅ صورت کې هم د کفارو غوښتنو ته لبیک و نه وایي او له اسلام څخه دفاع خپله لومړنۍ ملي ګټه وبولي او ښه په نره ورڅخه دفاع وکړي.
که وکتل شي، اوس وخت کې د نړۍ اکثریت اقتصادي قدرت، طبیعي زېرمې او پیاوړې بشري قوه د مسلمانانو په لاس کې ده، نو مسلمانانو ته یو تاریخي بغاوت پکار دی او له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې باید د کفارو له اغېز څخه ځان وباسي او یوځل بیا د الله ج په مرسته په نړۍ کې د مسلمانانو اقتدار او واکمني رامنځته کړي.
نو اکثریته اسلامي هېوادونه باید د کفارو نرمه غلامي پرېږدي او د کفارو له ګټو څخه د سرغړونې په واسطه یو تاریخي بغاوت وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته