خبرونهTOPښوونه او روزنه

ندیم: محصلینو او استادانو ته د معیاري لوړو زده کړو آسانتیاوې برابروو

کابل، د مرغومې ۳مه، باختر

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم له افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه د لیدنې پرمهال وویل چې محصلینو او استادانو ته به د معیاري لوړو زده کړو لپاره آسانتیاوې برابرې کړو.

د دغه لیدنې پرمهال شیخ نداء محمد ندیم د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون له مشرتابه پلاوي، پوهنځيو رئیسانو او استادانو سره په ناسته کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل. نوموړي د هغوی  فعالیتونه وستایل او وړاندیزونه یې ورته منظور کړل.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون مشرتابه ته سپارښتنه وکړه چې په هېواد کې دننه نورې د ماسټرۍ او دوکتورا برنامې رامنځته کړي.

شیخ نداء محمد ندیم دغه راز ډاډ ورکړ چې د فوق لېسانس برنامو په رامنځته کولو، د محصلینو او استادانو لپاره د معیاري لوړو زده کړو زمینې برابرولو په برخه کې یې هر ډول ملاتړ کوي او اسانتیاوې به ورته برابروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته