ندیم: د‌ زده کړو برخې د پياوړتيا لپاره نور کوټلي ګامونه هم اخلو

کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم فراه ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د دې ولايت د لوړو زده کړو له مؤسسې او سیمه ييزې ادارې له مسؤلینو سره وکتل.

په دې کتنه کې شیخ نداء محمد ندیم وويل، چې د‌ زده کړو برخې د پياوړتيا لپاره به لا هم نور کوټلي ګامونه واخلي.

نوموړي دغه راز د فراه د لوړو زده کړو مؤسسې د مشرتابه او استادانو ستونزې، ننګونې، خنډونه او وړاندیزونه واورېدل او د‌ فراه د لوړو زده کړو مؤسسې د معياري کېدو، هر اړخيزې بډاينې او د پوهنتون کېدو ژمنه هم وکړه.

بايد وويل شي، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د هېواد د تحصیلي بنسټونو د ستونزو او تحصیلي بهير د نږدې لیدنې او څارنې په موخه ولایتونو ته سفرونه پیل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته