خبرونهنړۍ

نتانیاهو د یوې تاریخي ټولوژنې مسؤل دی

نړۍ، د غوايي ۲۳ مه، بهرنۍ رسنۍ

د کلمبیا ولسمشر ګوستاوو پېټرو د اېکس په یو پیغام کې ویلي، چې نتانیاهو د ماشومانو، ښځو او په ټوله کې د ملکي وګړو په وژنه قهرمان کېدلی نه شي او تاریخ به یې د انسانانو د یو ټولوژونکي په توګه معرفي کړي.

ګوستاوو د اسرایلو لومړی وزیر د جګړې له لارې په سوداګرۍ کولو تورن او له نازیانو سره پرتله کړی، چې د یهودیانو ټولوژنه یې ترسره کړې وه.

د کلمبیا ولسمشر مخکې تر دې له اسرایلو سره د خپل هېواد ډیپلوماتیکې اړیکې پای ته رسولې او دغه راز د نتانیاهو د نیولو غوښتنه یې هم کړې وه.

نتانیاهو بیا د کلمبیا ولسمشر د حماس ملاتړی بللی دی.

اسرایلي پوځ د نتانیاهو په امر د غزې په روانه جګړه کې تر دا مهاله ۳۵ زره فلسطینیان شهیدان او نږدې ۸۰ زره نور یې ټپیان کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته