ناپيژندل شويو وسله والو کسانو څلور تنه ملکي وکړي ووژل

کابل –باختر دتلې ١٦
څلورتنه ملکي وګړي پرون دناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا په  غورولايت کې ووژل شول.
دغور د والي ويندوى عبدالحى خطيبي باختر آژانس ته وويل: دغه کسان د دغه ولايت دسرجنګل له ولسوالۍ څخه د دولت يار ولسوالۍ ته روان و، چې دسپرلۍ موټر يې دسرجنګل ولسوالۍ مايل کلې کې د وسله والو کسانو له خوا ودرول شو او هغوى په ډزو سره ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه: دسيمه ييزې شورا يو رييس هم په وژل شويو کسانوکې دى. دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، پيښه دپوليسو ترڅيړنې لاندې ده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته