ناپيژندل شويو وسله والو کسانو په غزني ولايت کې يوه ميرمن وتښتوله.

کابل – باختر دمرغومې ٢٠ :
ناپيژندل شويو وسله والو کسانو دغزني ولايت دخواجه عمري له ولسوالۍ څخه يوه ميرمن وتښتوله .
دغزني ولايت دښځو دچارو رييسې شکريې ولي ددغه خبرپه تاييدولو سره دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغو کسانو ددغې ځوانې ميرمنې مور او پلار سخت ووهل او وډبول او وروسته يې دغه ميرمن له کور څخه يې وتښتوله.
عينى شاهدان وايي چې تيره شپه اته تنه وسله وال کسان ددغې ځوانې ميرمنې کورته ننوتل.
ويل کيږي چې دميرمنې مور او پلار د درملنې لپاره دغزني ولايت ملکي روغتون ته ليږ دول شوي دي.
دخواجه عمري ولسوال علي دوست شمش باختر آژانس ته وويل چې دغې ميرمنې نږدې دوه کاله مخکې واده کړى و خو ديوې مودې وروسته له ميړه څخه جلا شوې وه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته