ناپيژندل شويو وسله والو کسانو دملي اردو دوه تنه سرتيري شهيدان کړل .
کابل باختر د سلواغي اتمه
دملي اردو دوه تنه سرتيري دهرات ولايت په رباط سنګي ولسوالۍ کې دوسله والو کسانو په ډزو سره شهيدان شول .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو مسوول سمونوال نور خان نيکزاد باختر اژانس ته وويل دغه دوه تنه سرتيري پرون دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا درباط سنګي ولسوالۍ د چهل دختران په سيمه کې ووژل شول او يرغلګرتښتيدلي دي .
دهرات د٢٠٧ظفر قول اردو دمطبوعاتو مسوول ډګروال نجيب الله نجيبي دهيواد دښمنان ددغو دوو تنو سرتيرو دوژنې عاملين بولي او وايي چې امنيتي ځواکونه پيښه څيړي .
نجيبي زياته کړه دغه دوه تنه سرتيري درسمي دندې داجراکولو په حال کې و چې ووژل شول .