امنیت

ناپيژندل شويو وسله والوکسانو په خوست کې يو څارنوال وواژه

کابل باختر دمرغومي  اته ويشتمه :
دخوست ولايت د څارنوالۍ يوڅارنوال نن سهار د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو په بريدکې ووژل شو.
څارنوال جانان کله چې له خپل کورڅخه په خوست ښارکې د کار دفتر ته روان و؛ د علي شير ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ناپيژندل شويوکسانو د ډزو له امله ووژل شو.
دخوست ولايت يوه مسوول بريالي روان له باخترآژانس سره په اړيکه کې د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا ددغه څارنوال ترور تاييدکړ او ويې ويل چې امنيتي مامورينو د دغې پيښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې  پيل کړې دي.
په همدې حال کې عيني شاهدان وايي چې په موټر سپرو يرغلګر په څارنوال جانان له ډزو وروسته د پيښې له ساحې څخه وتښتيدل.
سيمه ئيز مسوولين وايي چې د يرغلګرو هويت لاتراوسه پورې نه دى روښانه شوى خو د سيمې اوسيدونکي وسله وال طالبان د دغه ترورمسوول بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته