نړۍ

ناپيژاندو کسانو په آلمان کې دعربانو او ترکانو په پلورنځيو بريدونه وکړل

برلين الجزيره  باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٢ :
دالجزيرې شبکې تيره شپه  په يو بيړنى خبرکې دآلمان په فرانکفورت ښارکې  دعربانو  او ترکانو  په پلورنځيو دناپيژاندو کسانو دبريد خبر ورکړ.
دالجزيرې دخبرله مخې :کابو څلويښتو تنو نقاب لرونکو کسانو لومړى  دفرانکفورت  دمسافرانو په ترمينل  بريد وکړ  او څو شيبې وروسته يې  له امنيتي ځواکونوسره په نښتې لاس پورې کړ.
ددغه خبرله مخې : نقاب لرونکو دمونيخ واټ  غوره کړه هغه ځاى  چې دعربانو اوترکانو سيمې دي.  دوى دڅو پلورنځيو  او کورونو ښيښې ماتې کړې او  اور يې ورته واچاوه .
دغه بريد په پاريس  کې   دشارلي ابدو  په طنزي خپرونې له بريد  او ددغه بريد په بهيرکې  ددوولس تنو له وژل کيدو وروسته  دپاريس  له مظاهرو سره جوخت ترسره شو.
دآلمان پوليسو پرون  دوه تنه ونيول  چې  دآلمان په هامبورک  کې په مقدساتو دموهن ورځپاڼې  په دفتر اور لرونکو موادو دغورځولو  مشکوک و .
دآلمان په فرانکفورت ښارکې دعربانو او ترکانو په پلورنځيو بريد په داسې شرايطو کې ترسره شو چې  په پاريس ښارکې  دشارلي ابدو دطنزي خپرونې په ودانۍ دتيرې چهارشنبې   له بريد وروسته دفرانسې په پاريس ښارکې دوولس تنه ووژل شول .
له دغې پيښې وروسته  دفرانسې په ښارونو کې هم  دمسلمانانو پرخلاف  دغه شان پيښې رامنځته شوي  اوپه ځينو دينې اماکنو بريدونه وشول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته