کويټه – ايرنا – باختر د غبرګولي دمياشتې ٩
ناپيژاندو وسله والو کسانو دپاکستان دبلوچستان ايالت په مستونګ سيمه کې د دوو سرويس موټرونو سپرلۍ وتښتولې او څه ناڅه ١٩ تنه يې ووژلې.
باختر آژانس دپاکستاني رسنۍ له خولې خبر راکړ:
دبلوچستان اعلى وزير مير سرفراز احمد بوګتي وويل چې يرغلګر په پوځي جامو سمبال وو.
دغه موټرونه دپاکستان له پيشين له ښار څخه کراچۍ ته روان و چې د يو شمير ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ودرول شول او دهغوى دپيژندنې د کارتونو له چک کولو وروسته ٢٥ تنه يې له ځان سره بوتلل او ٥٠ تنه يې آزاد کړل. د دغو موټرونو سپرلۍ کسبګر او کارګران وو.
تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى.
دپاکستان صدراعظم نواز شريف په يوه پيغام کې د دغه تروريستي اقدام له امله د خپګان او د قربانيانو له کورنيو او پاتې کسانو سره د همدودۍ په څرګندولو سره له مسوولينو څخه وغوښتل چې د دغه بريد عاملين ډير ژر ونيسي او په سختو مجازاتو محکوم کړي.
0 1 دقیقه لوستل