سیاست

ناټو په افغانستان کې د سولې د هڅوملاتړ کوي .

-کابل / دزمري ٨مه / باختر:
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په سپيدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د ناټو سازمان  له ملکي سفير  استيفانو پونتيکوروو سره وکتل .
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ په دې کتنه دواړو لورو د سولې د هڅو، اوربند، د تاوتريخوالي د کمښت او د بين الافغاني خبرو د پيل په باب   خبرې اترې وکړې
په دې کتنه کې  د ناټو ملکي سفير په افغانستان کې د سولې له هلوځلو څخه د دغه سازمان د ملاتړ ډاډ ورکړ.
  د ملي روغې جوړې دعالي شورا رييس  د ناټو د هميشنيو همکاريو څخه  په قدردانۍ سره  د اختر په ورځوکې  د اوربند  د اعلام  هرکلى وکړاو هيله يې څرګنده کړه چې  د خبرو ترپيل پورې دې  په  هېوادکې تاوتريخوالي کمښت ومومي  او په هېوادکې  دايمي اوربند تينګ شي .
  ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته