ناټو : له افغانستان څخه له ټاکلي مودې مخکې وتل طرحه نه دى

کابل باختردتلي دمياشتې  ١٣ :
ناټوله  افغانستان څخه له ټاکلي مودې مخکې دوتلو په باب رپوټونه په کلکه ردکړل.
دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې وروستيو وختو کې  يوشمير لويديځو رسنيو  دناټو دسرمنشي  اندرس فوګ راسموسن له خولې داسې خبرونه خپاره کړل چې ګني بهرني عسکر چې وتل يې د ٢٠١٤ کال تروروستيو پورې  طرحه شوى و له ټاکلي  مو دې مخکې به له افغانستان څخه ووځي .
ويل شوي دي چې  دغه تصميم په بهرنيو عسکرو ديوشمير افغان  پوځيانو دبريدونو له امله نيول  شوى دى  چې له امله يې تراوسه پورې  يوپنځوس تنه بهرني عسکر وژل شوي دي .
خو دناټو ويندوى  دغه خبرونه تحريف شوي وبلل اواعلام يې وکړ چې له افغانستان څخه دوتلو په باب دناټو ستراتيژي بدله شوې نه ده اوله افغانستان څخه به  دناټو ځواکونه  په پړاويز ډول ووځي .
ده تائيد کړه  چې دافغانستان په باب دناټو په ستراتيژي کې هيڅ بدلون نه دى رامنځته شوى  او رامنځته به نه شي  اودوتلو پروګرام به دزماني جدول له مخې ترسره شي  اوپه بهرنيو عسکرو ديوشمير افغان پوځيانو دبريدونو له زياتوالې سره  هيڅ اړيکه نه لري .
سره له دې چې دناټو ويندوى  په لويديځو مطبوعاتو کې دناټو دسرمنشي خبرې  تحريف شوي وبللې   دملي دفاع وزارت يو مقام وايي  که چيري بهرني ځواکونه د ٢٠١٣ کال  ترپاى پورې  له افغانستان څخه ووځي  افغان امنيتي ځواکونه دهيواد دامنيت دتامينولو لپاره بشپړتياري لري .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته