کابل باختر د وږي نهمه : د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراېيه رېيس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په هالند کې د ناټو د ميشتوګډو ځواکونو له قوماندان جنرال ريکاردو مارچيوسره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل . داجراېيه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ؛ اجراېيه رييس په دې غونډه کې له ډار اچونې سره په مبارزه او د هېواد د وسله والو ځواکونو په پياوړتيا کې په افغانستان کې د ناټو د کارنده ونډې اخېستنې او شتون له امله په مننې سره مارچيوته ښه راغلاست ووايه . مارچيو دافغانستان د وسله وال پوځ د ودې او پرمختګ له امله دخوښۍ په څرګندولو سره د افغانستان له وسله وال پوځ سره د ناټو له اوږد مهال پوځي ملاتړ ډاډ ورکړ . ده دخپلو خبرو په يوه بله برخه کې وويل چې؛ ناټو دافغانستان د وسله وال پوځ د جنګي ظرفيتونو په پياوړتيا او هغو ځواکونو ته د اړتيا وړ مرستو په برابرولو کې چې له ډار اچونې سره د مبارزې په لومړۍ ليکه کې دي له هيڅ راز هڅو او هاند څخه ډډه نه کوي . په دې غونډه کې دغه راز په هېواد کې د وروستيو پوځي بدلونونو ، له ډار اچونې سره د مبارزې د اغيزمنو لارو چارو او د تروريزم د له منځه وړلولپاره د نړيوالو او سيمه ېيزو همکاريو په باره کې خبرې وشوې . ختم_ ف _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل