نړۍ، د وږي ۲۷مه، بهرنۍ رسنۍ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ وایي، د دغه سازمان غړي په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په اړه هم نظره نه دي او ترڅو چې له روسیې سره په مخامخ جګړه کې ښکېل دغه هېواد د ناټو غړی نه شي، د سولې ټینګښت امکان نه لري.
روسیه بیا د ناټو په سازمان کې د اوکراین د غړیتوب لا څه چې؛ ان د لوېدیځ او امریکا له لوري د مرسته کولو مخالفه هم ده او ولسمشر پوتین خبرداری ورکړی، چې اوکراین د پرمختللیو وسلو ورکړه له روسیې سره د مخامخ جګړې په مانا ده، چې بدې پایلې به ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې برتانیې، امریکا، جرمني او ځینو نورو هېوادونو اوکراین د روسیې پر ضد له لرې واټن ویشتونکو وسلو څخه د استفادې اجازه نه ورکول کېږي.