خبرونهنړۍ

ناټو د روسیې پر خاوره د اټومي وسلو برید ته چمتوالی نیسي

 نړۍ، د غبرګولي ۸مه، بهرنۍ رسنۍ

د روسیې د امنیتي سازمان د سرحدي چارو مشر کولیشوف د دغه هېواد سپوتنیک خبري اژانس ته ویلي، چې ناټو سازمان پر روسیې د هستوي وسلو د برید لپاره تمرینات کوي.

نوموړی ویلي، چې دغه تمرینات د روسیې پولو سره نږدې ترسره کیږي.

ناټو سازمان په رسمي ډول تر دا مهاله څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې په خاوره د لویدیځو هېوادونو له لوري اوکراین ته د ورکړل شویو وسلو پر مټ د بریدونو پر سر ګڼ اختلافات روان دي، ځینو اروپایي هېوادونو لکه جرمني خپل مخالفتونه اعلان کړي دي.

مسکو بیا خبر داری ورکړی، چې د دغه بریدونو په صورت کې به اوکراین سره مرسته کوونکو هېوادونو ته سخت ځواب ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته