خبرونهTOPنړۍ

ناټو د اټومي وسلو د عملیاتي کولو په اړه مشوره کوي

نړۍ, د غبرګولي ۲۸ مه, باختر
د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د برتانیې ټلګراف ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه سازمان د اټومي وسلو د استعمال او عملیاتي کولو په اړه په سلا مشورو بوخت دي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې د روسیې او چین زیاتېدونکي ګواښ ته هم اشاره کړې، ویلي یې دي، چې دغه هېوادونه باید نړۍ ته د خپلو اټومي وسلو په اړه معلومات ورکړي.
ورته وخت کې د استاکهلم د سولې څېړنیز مرکز خبر داری ورکړی، چې د اټومي وسلو لرونکي هېوادنه د خپلو اټومي وسلو په لا عصري کولو او زیاتولو لګیا دي.
نړۍ کې د اټومي وسلو د کارونې خبرداري وروسته ترهغې ورکول کېږي، چې د اوکراین د روانې جګړې پر سر د ناټو سازمان غړو هېوادونو او روسیې تر منځ اړیکې ډېرې جنجالي او ګواښ پېښوونکې شوې.
د یادونې وړ ده، چې روسیې په دې وروستیو کې اوکراین سره نږدې د اټومي وسلو تاکتیکي تمرینونه هم وکړل، چې غبرګون پاروونکي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته