سیاست

ناټو د افغانستان په وړاندې قوي ژمنه لري

کابل/ د ليندۍ ١٦مه /باختر
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ادريس زمان د ناټو د سرمنشي له مرستيال  مرسي جيوانا سره په براتسلاوا کې وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: دواړو لورو د سولې بهير او د جمهوري رياست انتخاباتو په اړوند خبرې وکړې.
په کتنه کې زمان د سولې په بهيرکې د پرمختګونو، د درې طالب بنديانو د خوشې کولو او د سولې پر بهير د هغه د اغېزو او د افغانستان د امنيتي حالت په اړه هغه ته معلومات ورکړل.
هغه له جمهوررييس ترامپ سره د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس  محمد اشرف غني د ټليفوني خبرو او افغانستان ته د امريکا د جمهوررييس د وروستي سفر په اړوند هم خبرې وکړې.
د ناټو د سرمنشي مرستيال څرګنده کړه چې د ناټو غړو هېوادونو په لندن کې له افغانستان سره خپله قوي ژمنه اعلام کړه.
دغه راز هغه د سولې بهير په اړوند د محمد اشرف غني د وروستيو برياليتوبونو  قدرداني وکړه.
هغه ټينګار وکړ چې د بشر حقوق او د ښځو حقوق دوه مهمې برخې دي چې د سولې خبرو په بهيرکې بايد پرې تمرکز وشي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته