امنیت

ناټو دافغانستان له انتخاباتو سره دمرستې لپاره تيارى نيسي.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٣
دناټو پوځي کميټې  ويلي دي چې ناټو دافغانستان دجمهوري رياست له انتخاباتو سره د مرستې په  خاطر تيارى  ترلاس لاندې نيولى دى .
باختر آژانس دنړيوالو خبرځايونو له خولې خبر  راکړ :
دناټو د اته ويشتو غړو هيوادونو  لوى درستيزانو په بروکسل کې په  خپله يو سلو او يايمه غونډه کې په  افغانستان کې دناټو دنوې ماموريت په باب خبرې  کوي  او په دغه دوه ورځې غوڼده کې په افغانستان کې دناټو دنوى ماموريت په باب خبرې کيږي.
دناټو دپوځي کميټې رييس جنرال نودبارتلز ويلي دي  په دې دوه   ورځنۍ   غونډه  کې دافغانستان دجمهوري رياست  د راتلونکو انتخاباتو دترسره کولودڅرنګوالي  په باب  هم خبرې  کوو.
دى  ټينګار کوي چې ناټو په افغانستان کې دخپل نوې ماموريت او  د دغه  هيواد له ځواکونو څخه دناټو دملاتړ د دوام او دغه  راز په افغانستان کې دخپلو ځواکونو دشتون لپاره د يو قانوني چوکات  په  باب دافغانستان له حکومت  سره  خبرې  کوي .
ده  زياته کړې  ده  ناټو  اوس دافغانستان له حکومت سره کار کوي  چې دغوڅ ملاتړ په نامه دخپل نوي ماموريت لپاره يو قانوني چوکات جوړ کړو .
دهمدې چوکات له مخې  :  موږ په خپل پروګرامونه تنظيم کړو موږ له  ٢٠١٤ کال وروسته  د افغان ځواکونو د روزنې ، مشورى ورکولو او مرستې  پروګرامونه   هم ترڅيړنې لاندې لرو  چې دغه ځواکونه په  معتبر ځواک  بدل شي.
ناټو په افغانستان کې د خپل کار په  دوام موافقه کړى ده چې له  کابل سره  يو تړون لاسليک کړى خو شرط يي  وړاندې کړى دى  چې ناټو هغه وخت له کابل سره  تړون لاسليک کوى چې د کابل او واشنګتن امنيتي تړون لاسليک شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته