نړۍ

ناټو: تراوسه پورې يې د خپل ماموريت د مودې په باب تصميم نه دى نيولى

بروکسل دآزادۍ راډيو   باختر دمرغومي دمياشتې  ١٦ :
د ناټو يو مامور وايي : دغه تړون تراوسه پورې د غوڅ ملاتړ په نامه په افغانستان کې د خپل ماموريت د مودې په باب تصميم نه دى نيولى .
د ناټو دغه مامور چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي؛  د آزادۍ راډيو ته وويل: همدا اوس د ناټو تمرکز په افغانستان کې په برياليتوب سره د خپل نوي ماموريت  د ترسره کولو په باب دى .
د ناټو دغه څرګندونې له هغه وروسته شوې دي چې د افغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني له افغانستان څخه  د ټولو نړيوالو ځواکونو د وتلو د نيټې په باب د نوى نظر دکولوغوښتنه کړې ده .
جمهور رييس غني د امريکا د (سي. بي. اس)  له ټلويزيوني  شبکې سره په خبرو کې ويلي دي: ښايي د ٢٠١٦ ميلادي کال په پاى کې له افغانستان څخه د ټولو امريکايي ځواکونو او د متحدينو د قوتونو د وتلو د نيټې د بدلون په باره کې غور وشي .
په همدې حال کې ناټو وايي: د غوڅ ماموريت ملاتړ به له افغانستان سره د ناټو د ژمنو يو له دريو عناصرو څخه وي او ناټو به  له افغانستان سره يو داسې مشارکت پيل کړي چې د دواړو لورو  د ګډو ګټو منعکس کوونکى وي او له ګډ امنيت سره  مرسته وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته