میشیګن کې ګوندي ټاکنې؛ ټرمپ او بایډن دواړو خپل سیالان شاته پریښي

نړۍ، د کب ۹ مه، بهرنۍ رسنۍ

د امریکایي رسنیو د راپورونو په حواله پرون چهارشنبې د امریکا متحده ایالاتو په میشیګن ایالت کې ګوندي ټاکنې(د ګوند دننه ټاکنې) ترسره شوې، چې له جمهوریت غوښتنکو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ استازې نیکې هېلي ته ماتې ورکړې او له ډیموکراتانو څخه اوسني ولسمشر جوبایډن د خپل ګوند یو بل مخکښ نوماند ډین فېلېپس شاته پریښی دی.

دغه ټاکنې په ټولو ایالتونو کې ترسره کېږي، ترڅو دواړه ګوندونه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپل نوماند معرفي کړي.

د یادونې وړ ده، چې بایډن او ترمپ په روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې د ترسره کېدونکو ولسمشریزو ټاکنو مخکښ نوماندان بلل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته