میدان وردګو کې ۵۷ نوې تاریخي ابدې او لرغونې سیمې ثبت شوې

کابل، د مرغومي ۲۶مه، باختر
د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې روان کال په دغه ولایت کې ۵۷ نوې تاریخي ابدې او لرغونې سیمې ثبت شوې دي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي حبیب الله مجاهد باختر اژانس ته وویل، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې په دې ولایت کې ۱۸ لرغونې ابدې ثبت شوې وې، خو سږ کال ۵۷ نورې لرغونې سیمې او تاریخي ابدې په رسمي ډول ثبت شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې په دې نویو ثبت شویو ابدو کې مهم زیارتونه، لویې کلاوې، جوماتونه او د کوشانیانو د وخت تاریخي استوپې شاملې دي، چې ځینې یې سلګونه کلونه تاریخي مخینه لري.
مولوي مجاهد ټینګار وکړ چې دغه تاریخي ابدې او سیاحتي سیمې زموږ د هېواد د تاریخ او فرهنګ ارزښتناکې نښې دي، او د اطلاعاتو او کلتور ریاست ځانګړې پاملرنه ورته کړې ده.
د یادونې وړ ده چې دغه تاریخي ابدې د نرخ، جلریز، سیدآباد، دایمیرداد، چک او جغتو ولسوالیو کې موقعیت لري.
باید وویل شي، چې د یادو مشهورو ابدو په ډله کې د کلاسپېد، زرغون بابا، غازي محمد جان خان او خدای نظر خان کلاوې شاملې دي.