خبرونهټولنه

میدان وردګو کې ۱۷۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل د وږي ۱۳ مه، باختر

د میدان ورګو ولایت د کلیو بيارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د دوو شبکو په جوړېدو سره د سیمې ۱۷۰ کورنیو ته د څښاک اوبو د برابرېدو خبر ورکړی دی.

 د یاد ولایت د کلیو بيا رغونې او پراختيا رییس مولوي وحید الله راشد د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت د چک ولسوالۍ په درېیو کلیو کې د نړیوالې ټولنې په مالي ملاتړ د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو په جوړېدو سره د سیمې ۱۷۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د یادو پروژو سربېره یې په نیک پایکول درې په ۱۴ کلیو کې د اوبو ۲۵ څاګانې هم رغول شوې دي.

ورته مهال د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د یادې پروژو په پلي کېدو خوښي ښودلې او په راتلوونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته