خبرونهاقتصادټولنه

میدان وردګو کې د ۵ کیلو متره سړک د رغولو چارې بشپړ شوې

کابل، د غبرګولي ۲۱مه، باختر 

په میدان وردګو ولایت کې د پنځمې پلې لواء مسوولینو د دغه ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۵ کیلو متره سړک د رغولو چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

په یاد ولایت کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند پنځمې پلې لواء  قوماندان مولوي روح الله وثیق د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د انجنيري ټیم له لوري د سیدآباد ولسوالۍ په شیخ اباد سیمه کې د پنځه کیلو متره سړک د رغولو چارې بشپړ شوې دي.

وثیق زیاته کړې چې یاده سیمه کې مخکېنی سړک په خوړ تېر شوی و، چې وخت نا وخت د سېلابونو له امله تخریب کېده او د سیمي اوسېدونکي به یې له ستونزو سره مخ کول، چې د ځایي اوسېدونکو په غوښتنه د یادې لوا منسوبینو له لوري  په نوي مسیر بدیل سړک ورغول شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته