کابل، د زمري ۲۰ مه، باختر
د میدان وردګو امنیتي مسوولینو د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.
د میدان وردګو د امنیې قوماندانۍ ویاند یوسف سردار باختر اژانس ته ویلي چې نن د دغه ولایت د لومړۍ حصه بهسودو ولسوالۍ په جانم کوتل سیمه کې د یوه لند کروزر ډوله موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۴ تنه مړه او یو بل ټپي شوی دی.
د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوی دی.