میدان وردګو کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د غوړیو او کنجاړې د تولید کارخونې فعالې شوې

کابل، د لیندۍ ۱۹ مه، باختر
د میدان وردګو د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د وطني غوړیو او کنجاړې د تولید کارخونې د فعالېدو خبرورکړی دی.
د میدان وردګو د صنعت او سوداګرۍ رییس انجنیرمحمد خان ځواک د یادې فابریکې په پرانیستغونډه کې رسنیو ته وویل، چې یاده کارخونه په ۲۴ ساعتو کې د یوټن په اندازه د غوړیو او د ۶ زره کیلو د کنجاړې د تولید ظرفیت لري او په کې ۱۵ کسانو ته د کارزمینه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې یاد ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د پانګوالو پام ورته زیات دی او ورځ تربلې په کې د پانګونې کچه د لوړېدو په حال کې ده.
د یادونې وړده، چې د اسلامي امارت په بریا سره په هېواد کې زیاتې ورته فابریکې فعالې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته