میدان وردګ؛ مرکز بهسود ولسوالۍ کې ۱۴ کیلومتره نوی سړک جوړ شو
کابل، د لیندۍ ۱۴ مه، باختر
د میدان وردګو د مرکزي بهسود ولسوالۍ په کوه بیرون سیمه کې د ۱۰۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۴ کیلومتره په اوږدوالي نوی سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد ولایت ویاند وحیدالله سروري باختراژانس ته وویل، چې له دې وړاندې په دغې سیمه کې سړک نه و او خلک یې د تګ راتګ برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
د نوموړي په وینا دغه سړک د ولسونو، سوداګرو او د ولایت مقام په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت د والي په هلو ځلو او ځانګړې لارښونې د لوا او ټولګټو چارو ریاست له ماشینرۍ څخه په ګټې اخیستنې سره په نرخ، دایمیراد او چک ولسوالیو کې د سړکونو جوړولو چارې بشپړې شوي.